کلیو پراختیا وزارت لغمان ولایت کې د اوبو رسولو لس شبکې ګټې اخیستنې سپارلي.

کلیو پراختیا وزارت لغمان ولایت کې د اوبو رسولو لس شبکې ګټې اخیستنې سپارلي.
24 اکتوبر سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د لغمان ولایتي ریاست د یونیسف ادارې په مالي مرسته د لغمان ولایت د قرغیو، علینګار ولسوالیو او د مرکز مهترلام اړوند د سلطان غازي بابا، عمرزیي، خاله خیل او چهاردهي کلیو په لس بابه ښوونځیو کې د (۴۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د لسو شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
خبر زیاتوي چې په یادو شبکو کې د (۱۳) زره مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د (۶۰۰) شیردهنونو نښلول، د لس حلقه څاګانو کیندل، د (۲۲۰) سولر تختو نښلول، د (۲۰) او (۳۰) متر مکعب په وړتیاوو د اوبو ذخیرې شاملې دي.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د نیږدې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
د یادو شبکو په بشپړیدو سره (۸۷۶۹) زده کوونکو او (۴۵۵۰) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.






