امنیتي پولیسو ۳۴ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو د هیواد په ۹ ولایتونو کې نیولي.

امنیتي پولیسو ۳۴ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو د هیواد په ۹ ولایتونو کې نیولي.
24 اکتوبر سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند امنیتي پولیسو ۳۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په ۹ ولایتونو کې نیولي دي.
خبر زیاتوي چې له منځه یې، کندز کې ۱۱ تنه د د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو، څلور تنه د غلا په تړاو په کابل، څلور غله په ننګرهار، درې غله په زابل، درې تنه په پکتیکا، درې غله په هرات او په ورته توګه دوه تنه په بلخ ولایت کې د غلا په تړاو نیول شوي دي.
اړوند موضوعات
په ورته وخت کې، د هلمند امنیه قومندانۍ منسوبینو په یو پلټونکي عملیات کې اته غلا شوي موټرونه موندلي او مالکانو ته یې سپارلي دي.





