امنیتي پولیسو د نشه یي توکو د پلور په تړاو یو شمیر کسان نیولي او نیږدې ۹۰ جریبه د چرسو بوټي یې تخریب کړي.

امنیتي پولیسو د نشه یي توکو د پلور په تړاو یو شمیر کسان نیولي او نیږدې ۹۰ جریبه د چرسو بوټي یې تخریب کړي.
18 اکتوبر چهارشنبه 2023
د هیواد د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بدخشان ولایت امنیه قومندانی د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د یاد ولایت په بهارک ولسوالی کې، ۵۲ جریبه ځمکه چې پرې چرس کرل شوي وو له منځه یووړه.
په همدې حال کې، ۱۵ تنه په هرات کې، ۹ تنه په کاپیسا کې او ۴ تنه نور د نشه یي توکو د پلور په تړاو په سرپل ولایت کې نیول شوي.
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۱۴ تنه معتادین له درملنې وروسته په زابل ولایت کې وروسته له درملنې خپلو کونیو ته وسپارل.
اړوند موضوعات
امنیتي پولیسو ۳۸ تنه د بیلابیلو جرمونه په تړاو پلازمینه کابل او ۶ نورو ولایتونو کې نیولي.
همدا راز یادو پولیسو څه د پاسه ۲۶ جریبه د چرسو بوټي په بدخشان، اووه جریبه په هلمند، څه دپاسه یو جریب په بغلان او نیم جریب په غزني ولایت کې له منځه وړي دي.





