د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ګلبهار، انوستمنت او چینا افغانستان کمپنیو له رئیسانو سره لیدلي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ګلبهار، انوستمنت او چینا افغانستان کمپنیو له رئیسانو سره لیدلي.
24 اکتوبر سه شنبه 2023
د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د ګلبهار، انوستمنت او چینا افغانستان کمپنیو له رئیسانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
خبر زیاتوي چې په دغه لیدنه کې د یادو کمپنیو رئيسانو خپلې غوښتنې، ستونزې او نظریات د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
اړوند موضوعات
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک قراردادي شرکت د MJAM کمپنۍ له رئیس سره لیدلي.
یاده لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوئ د ستونزو د هوارولو او کارونو د چټکتیا په موخه ورسره د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.






