‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک قراردادي شرکت د MJAM کمپنۍ له رئیس سره لیدلي.

0
135

‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک قراردادي شرکت د MJAM کمپنۍ له رئیس سره لیدلي.

22 اکتوبر یکشنبه 2023

د کانونو او پټروليم وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شيخ شهاب الدين دلاور تیره ورځ د مس عینک M J A M قراردادي کمپنۍ له رئیس خه شو پینک او مل پلاوي سره ولیدل.

د M J A M کمپنۍ رئیس د هرات ولایت زلزله ځپلو قربانیانو سره خپله غمشریکي او خوا خوږي څرګنده کړه، د نوې طرحې په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

 

نوموړي وویل: د مس عینک پروژه نه یواځې د افغانستان خلکو ته مهمه ده، بلکې د کمپنۍ او چین هېواد لپاره هم مهمه ده او همدارنګه د یادې پروژې د فعالیت د پیل غوښتونکي یو.

اړوند موضوعات

یو ایراني پانګوال د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سره د پانګوني په اړه لیدلي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک کان کیندنې کارونو په چټکتیا ټېنګار وکړ ویې ویل: د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې د فعالیتونو او کار پیل لپاره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

Leave a reply