عامې روغتیا وزارت وایي د جمهوریت روغتون د ریفورم او ډیزاین ودانیزې چارې د څلور میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوي.

0
119

عامې روغتیا وزارت وایي د جمهوریت روغتون د ریفورم او ډیزاین ودانیزې چارې د څلور میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوي.

23 اکتوبر دوشنبه 2023

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د څلور میليارده افغانيو په لګښت سره به د جمهوريت روغتون ريفورم او ډيزاین ترسره شي چې نن يې عملاً ودانیزې چارې پیل شوې.

په یادو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د جمهوریت روغتون ریفورم او ډیزاین د هېواد په تاریخ کې یو ستر ګام وګاڼه او و یې ویل: ( د جمهوریت روغتون به په داسې شکل سره ډیزاین، ریفورم او جوړېږي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه به پیاوړي متخصصین او زموږ هغه متخصصین او ډاکټر صاحبان چې دوۍ په بهر کې په مختلفو برنامو کې خدمتونه وړاندې کوي دا روغتون به دېته چمتو وي چې دوۍ خپل هېواد ته راشي او د دې روغتون له لارې خپلو ولسونو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي همداراز زیاته کړه: (دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د یو روغتون د ریفورم لپاره په دې کچه درنه بودیجه په پام کې نیول شوې ده؛ ددې لپاره چې نور مو هېوادوال اړتیا پیدا نکړي؛ تر څو د درملنې په موخه بل هېواد ته لاړ شي.)

خبر زیاتوي چې 317 مېلیونه افغانۍ د جمهوریت روغتون په ودانیزو چارو او دوه میلیارده 670 میلیونه افغانۍ به دې روغتون ته طبي تجهیزات اخیستل کېږي.

اړوند موضوعات

د کابل والي د عامې روغتيا له سرپرست وزير او د کابل علماوو شورا له مرستيال سره لېدلي.

 

همدارنګه 921 میلیونه افغانۍ د دې روغتون په معاشاتو، 10 میلیونه افغانۍ به د بېړنۍ خونې لپاره درمل اخیستل کېږي، 144 میلیونه افغانۍ د عملیاتي لګښت لپاره، 18 میلیونه افغانۍ د طبي مصرفي توکو لپاره او غیر طبي تجهیزاتو لپاره 10 میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوي دي.

Leave a reply