د کابل والي د عامې روغتيا له سرپرست وزير او د کابل علماوو شورا له مرستيال سره لېدلي.

0
186

د کابل والي د عامې روغتيا له سرپرست وزير او د کابل علماوو شورا له مرستيال سره لېدلي.

17 اکتوبر سه شنبه 2023

د کابل ولایت رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کابل والي شيخ محمد قاسم خالد د عامې روغتيا له سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد او د کابل ولايت د علماوو شورا له مرستيال شيخ محمد ظاهر خادم سره د لا ښې همغږي په موخه په ولايت مقام کې ليدنه وکړه.

 

کابل والي په دې ليدنه کې سرپرست وزير او د علماوو شورا رييس ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چې تېره ورځ يې د کابل ښار له ځينو روغتونونو څخه لېدنه او څارنه کړې وه.

 

شيخ محمد قسم خالد همدارنګه د روغتونونو او هېوادوالو هغه ستونزې، چې تېره ورځ ورسره شريکې شوې وې د عامې روغتیا له سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد سره شریکې کړې.

 

ښاغلي خالد له روغتونونو څخه د تېرې څارنې ته په اشارې سره د عامې روغتيا وزارت کړنې او لاسته راوړنې د ستايلو وړ وبللې او دې برخې ته يې د لا ډیرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

 

د ليدنې په بهير کې د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد وويل، چې د عامې روغتيا وزارت اړوند کارکوونکي د ټول بشري ځواک په کار اچولو سره هڅه کوي، ترڅو ټولو هېوادوالو روغتيايي ستونزې د عصري ټکنالوژۍ پر مټ حل کړي او همدارنګه روزل شويو او نورو ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.

اړوند موضوعات

کابل والي په ښار کې له یو شمېر روغتونونو څخه لیدنه او څارنه ترسره کړی.

 

د لېدنې په پای کې د‌ علماوو شورا مرستيال شيخ ظاهر خان خادم ځينې وړانديزونه او مشورې له کابل والي سره شريکې کړې، چې ښاغلي خالد د هر اړخيز بحث وروسته د‌ پوره همغږۍ ډاډ ورکړ.

Leave a reply