افغانستان کې د جاپان هیواد پخواني او نوي سفیر د کورنیو چارو وزارت له سرپرست وزير سره لیدلي.

0
198

افغانستان کې د جاپان هیواد پخواني او نوي سفیر د کورنیو چارو وزارت له سرپرست وزير سره لیدلي.

22 اکتوبر یکشنبه 2023

د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان لپاره د جاپان مخکني سفیر تکاشي اوکادا ماموریت پای ته رسیدلی، د مخه ښې په پار یې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره و لیدل.

 

په دې ناسته کې افغانستان لپاره د جاپان هېواد نوي سفیر ښاغلي تاکویوشي کورمايا هم ګډون درلود.

خبر زیاتوي چې ښاغلي اوکادا سرپرست وزیر ته هرات کې د رامنځته شوې وروستۍ پېښې په اړه خواخوږي وښوده او د دې پېښې د قربانیانو لاسنیوي په موخه یې د ٤ میلیونه ډالرو مرستې راټولولو ژمنه وکړه، نوموړي افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د وضعیت، مثبتو غبرګونونو او لاسته راوړنو یادونه هم و کړه.

 

ښاغلي اوکادا هېواد کې امنیتي وضعیت وستایه او په وینا یې د کندهار او بامیان په ګډون یې د افغانستان ګوټ – ګوټ ته پرته له کومې وېرې او ستونزې سفر کړی دی.

 

خلیفه سراج الدین حقاني د ښاغلي تکاشي اوکادا ماموریت وستایهٔ او مننه یې ترې وکړه. همدا راز یې نوي ټاکل شوي سفیر ته ښه راغلاست ووایهٔ او د چارو په ترسره کولو کې یې د بریالیتوب هیله ورته وکړه.

 

نوموړي وویل جاپان له افغانانو سره تل مرسته او خواخوږي لرلې او دا روحیه یې د سفیرانو په ښه ماموریت کې منعکسه وي.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کابل ولایت والي، ولسوالانو او اړوندو مسؤلینو سره د ولایت مقام کې لیدنه ترسره کړی.

 

د ښاغلي حقاني په وینا: د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په پام سره جاپان کولای شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول ولوبوي.

Leave a reply