د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کابل ولایت والي، ولسوالانو او اړوندو مسؤلینو سره د ولایت مقام کې لیدنه ترسره کړی.

0
103

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کابل ولایت والي، ولسوالانو او اړوندو مسؤلینو سره د ولایت مقام کې لیدنه ترسره کړی.

21 اکتوبر شنبه 2023

د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او لومړي مرستیال د کابل له والي شیخ محمد قاسم خالد، مرستیال والي، امنیه قومندان، استخباراتو رئیس او د ولایتي ادارې اړوند رییسانو، د دې ولایت د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او د حوزو له امرینو سره د چارو د لا ښه‌والي او امنیت لا ټینګښت په موخه غونډه کړې.

 

د غونډې په پيل کې کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د ولایتي ادارې په استازولي خبرې وکړې او په بېلابېلو برخو کې یې د فعالیتونو، لاسته راوړنو، پرمختګونو په اړه د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني ته معلومات ورکړل او په ځینو برخو کې موجوده ستونزې یې له سرپرست وزیر سره شرېکې کړي.

 

ښاغلي خالد د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړ، چې د ولایتي ادارې ټول مسولین، کار کوونکي او مجاهدین نظام ته ژمن دي او هېوادوالو ته به د خدمت په برخه کې هلې ځلې کوي.

 

 

په دې غونډه کې د کابل والي ترڅنګ د ولسوالانو په استازي توب د چهاراسیاب ولسوال او د حوزو د امرینو په استازي توب د اوولسمې حوزې امر خبرې وکړې خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر او د کابل له والي سره شریک کړل.

 

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ولایتي ادارې فعالیتونه وستایل، د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

 

ښاغلي حقاني دې غونډې ته په وینا کې وویل؛  کابل ولایت د اسلامي امارت د حکومتولۍ هنداره ده او باید ډیر کار وشي، ترڅو نور په هیڅ برخه کې ستونزه و نه لرو. سرپرست وزیر د اسلامي امارت له ټولو مجاهدینو وغوښتل، چې د اسلامي نظام د بقا لپاره کار وکړي.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پکتیکا ولایت د نکې ولسوالۍ له ولسونو او قومي مخورو سره لیدلي.

 

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د دې غونډې په پای کې له ټولو مسولینو سره جلا جلا لیدنې هم وکړې.

Leave a reply