د افغاني سرې میاشتې سرپرست دوحه کې د افغانستان لپاره د کاناډا سفارت له ارشد سلاکار سره کتلي.

0
123

د افغاني سرې میاشتې سرپرست دوحه کې د افغانستان لپاره د کاناډا سفارت له ارشد سلاکار سره کتلي.

 

22 اکتوبر یکشنبه 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې سرپرست مولوي مطیع الحق خالص افغانستان لپاره د کاناډا د سفارت له ارشد سلاکار الیاس عرفان سره په دوحه کې ګډه ناسته ترسره کړه.

 

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست مولوي مطیع الحق خالص افغانستان سره د کاناډا د هېواد د تېرو مرستو مننه وکړه. نوموړي وویل “هرات ولایت کې وروستۍ زلزلې ستر بشري ناورین رامنځ ته کړی، چې پراخ زیانونه یې اړولي او کلي یې په هدیرو اړولي؛ لازمه ده په بیړه بې سرپناه وګړو ته کورونه جوړ شي ترڅو د ژمي له یخنۍ خوندي وي”.

 

نوموړي د افغاني سرې میاشتې له لوري د پیښو پر وخت د بېړنیو مرستو، له اړمنو سره پر اوږدمهاله مرستو او د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو له لارې د کونډو، یتیمانو، سوالګرو او بېوزلو پر لاسنیوي خبرې وکړې. نوموړي وویل “نړیوال باید بشري مرستې په سیاست پورې ونه تړي”.

 

افغانستان کې د کاناډا د سفارت ارشد سلاکار ښاغلي الیاس عرفان ژمنه وکړه، چې اړوند موضوعات به له کاناډایي اړوندو مسؤلینو سره شریک کړي او دوی هڅه کوي په افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

اړوند موضوعات

د افغاني سرې میاشتې سرپرست د برتانیې د سره صلیب له مسؤل سره د زلزله ځپلو سره د مرستو په موخه لیدلي.

 

نوموړي وویل “د کاناډا حکومت په افغانستان کې د نړیوال بانک له لوري د روغتیایي پروژو مالي ملاتړ کوي، خو هڅه به وکړو چې د افغاني سرې میاشتې له لارې هم په افغانستان کې په بشري خدماتو کې ونډه واخلو”.

Leave a reply