د افغاني سرې میاشتې سرپرست د برتانیې د سره صلیب له مسؤل سره د زلزله ځپلو سره د مرستو په موخه لیدلي.

0
301

د افغاني سرې میاشتې سرپرست د برتانیې د سره صلیب له مسؤل سره د زلزله ځپلو سره د مرستو په موخه لیدلي.

15 اکتوبر شنبه 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستو د همغږۍ او جلب په موخه پرون د سیمې لپاره د برتانیې د سره صلیب له مسؤل راجیش سریواسټوا سره په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه.

 

ناسته کې د سیمې لپاره د برتانیې د سره صلیب مسؤل ژمنه وکړه، چې د هرات د زلزله ځپلو لاسنیوی به کوي او هڅه به وکړي، چې مرستې ورته راټولې کړي.

 

نوموړي همدا ډول وویل، چې له افغانستان سره به خپلې مرستې دوامداره وساتي او را روان زېږدیز کال کې به په افغانستان کې خپله څانګه هم پرانیزي؛ ترڅو له افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ بشري خدمات ترسره کړي.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې غزني ولایت کې د ۵۰۰ اړمنو او معلولینو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب د څانګې د جوړولو اراده وستایله. نوموړي وویل، چې افغاني سره میاشت به د یو هوکړه لیک له مخې د برتانیې سره صلیب ته د بشري خدماتو لپاره زمینه مساعده کړي.

Leave a reply