د افغانستان لپاره د ناروې هيواد شارژدافير د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين سره لیدنه ترسره کړی.

0
127

د افغانستان لپاره د ناروې هيواد شارژدافير د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين سره لیدنه ترسره کړی.

22 اکتوبر یکشنبه 2023

د هیواد بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چي تیره ورځ د افغانستان لپاره د ناروې هيواد شارژدافير ښاغلي پال کلومن ده یاد وزارت له سياسي معين شير محمد عباس ستانکزي سره ليدنه وکړه او په يو لړ موضوعاتو يې سره مفصلې خبري وکړې.

 

په پيل کې ښاغلي بکر په هرات کې د زلزلې له امله رامنځ ته شوي ناورین باندي خواشیني او له قربانیانو سره خپله غمرازي څرګنده کړه او دغه راز یې د ناروې هيواد د مرستو يادونه وکړه.

 

همدارنګه ښاغلي بکر له ګاونډي هيواد څخه د افغان کډوالو جبري اخراج په هکله انديښنه څرګنده کړه.‏

 

سیاسي معین د غمرازي مننه او د ناروي هيواد مثبت رول او د مرستو قدرداني وکړه. همداراز يې په ګاونډ هيواد کې له افغان مهاجرينو سره چلند غير انساني او د ټولو توافقاتو او نړيوال قوانينو سره په ټکر کې وباله.‏

اړوند موضوعات

کابل کې د چین سفیر په هرات او نورو ولایتونو کې د زلزلو له کبله د یاد هیواد خواخوږۍ پیغام ورکولو په موخه سیاسي مرستیال سره لیدلي.

په پای کې په هيواد کې د اوسني افغان حکومت د حاکمیت را په دېخوا په امنيتي او اقتصادي برخو کې د ثبات او لاسته راوړنو يادونو ترڅنګ تاکيد وشو چې موضوعات بايد له افغان حکومت سره د خبرو اترو او مثبت تعامل له لارې حل شي.

Leave a reply