کابل کې د چین سفیر په هرات او نورو ولایتونو کې د زلزلو له کبله د یاد هیواد خواخوږۍ پیغام ورکولو په موخه سیاسي مرستیال سره لیدلي.

0
115

کابل کې د چین سفیر په هرات او نورو ولایتونو کې د زلزلو له کبله د یاد هیواد خواخوږۍ پیغام ورکولو په موخه سیاسي مرستیال سره لیدلي.

 

16 اکتوبر دوشنبه 2023

د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي ژاو ژینګ، د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شير محمد عباس ستانکزي ته د چین ولسي جمهوریت د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر د هرات او بادغیس زلزله ځپلو ته د خواخوږۍ پیغامونه ورسول.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شير محمد عباس ستانکزي، د مقابل اړخ له خواخوږۍ او مرستې مننه وکړه او د یادې پېښې په تړاو یې اړین معلومات شریک کړل.

نوموړي زیاته کړه چې د وروستۍ زلزلې له امله د قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی، له همدې امله زیاتې مرستې او لاسنیوي ته اړتیا ده.

اړوند موضوعات

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې عمومې معاونې او مل پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لیدلي.

 

 

خبر زیاتوي چې ښاغلي ژاو، د یادې پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي شریکه کړه او یادونه یې وکړه، چې د تېرې ورځې د مرستو په دوام د نورو اړینو مرستو پر چمتوالي بوخت دي چې زلزله ځپلې سیمې ته یې ورسوي.

Leave a reply