جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۳ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو د هیواد په اتو ولایتونو کې نیولي.

0
514

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۳ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو د هیواد په اتو ولایتونو کې نیولي.

21 اکتوبر شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۳ تنه د غلا، اسنادو جعلي کولو، قاچاق او جوارګرۍ په تړاو په لغمان، بغلان، هلمند، بلخ، ارزګان، پروان، کندهار او تخار ولایتونو کې نیولي دي.

 

له منځه یې، لغمان کې یو تن د اسنادو د جعل او څلور تنه د غلا په تړاو، بغلان کې څلور تنه د غلا په تړاو، هلمند کې دوه غله او دوه تنه د اوسپنې قاچاق په تړاو، څلور جوارګر په بلخ، دوه غله په ارزګان، دوه غله په پروان او دوه تنه د غلا په تړاو په کندهار او تخار ولایتونو کې نیول شوي دي.

اړوند موضوعات

امنیتي ځواکونو د هیواد په پلازمینه او نورو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۴۶ تنه نیولي.

 

په ورته وخت کې د ارزګان امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو دوه تنه د شپږ میلونه او ۶۰۰ زره افغانیو د غلا په تړاو د یاد ولایت په مربوطاتو کې له یاد شمېر پیسو سره لاس په لاس نیولي دي.

Leave a reply