امنیتي ځواکونو د هیواد په پلازمینه او نورو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۴۶ تنه نیولي.
امنیتي ځواکونو د هیواد په پلازمینه او نورو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۴۶ تنه نیولي.
14 سپتمبر پنجشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند امنیتي ځواکونو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۴۶ تنه د غلا، وژنې، ناقانونه وسلو ګرځولو، نشه یي توکو کارولو، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تړاو په پلازمېنه او ولایتونو کې نیولي دي.
له دوی، اته تنه په کاپيسا کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو، پنځه تنه نامسؤله وسله وال په دایکندي، شپږ تنه په کابل کې د قتل په تړاو، تخار کې څلور تنه د اخلاقي فساد او درې تنه د نشه یي توکو کارولو په تړاو او یو غل په غزني کې نیول شوی دی.
ورته مهال، د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې منسوبینو یو تښتول شوی موټر نیولی او خپل خاوند ته یې سپارلی دی.
اړوند موضوعات
جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو یو شمیر کسان د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.
همدا راز له دوی، خوست کې شپږ تنه د غلا په تړاو، پنځه تنه په سمنګان د نشه یي توکو کارولو په تړاو، هلمند کې درې تنه د دوه موټره غوړیو قاچاق په تړاو، تخار کې یو تن د دوکې او دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو او دوه غله په فراه او هرات کې نیول شوي دي.