جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو یو شمیر کسان د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

0
192

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو یو شمیر کسان د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

13 سپتمبر چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند جنايي جرمونو سره د مبارزې پولسيو د وروستيو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ۳۳ تنه د غلا، وژنې، ناوړه ګټې اخیستنې، په غیر قانوني ډول د سلاح لیږد او اخلاقي فساد په تړاو په شپږو ولايتونو کې نيولي دي.

 

له دوی، ۹ تنه د غلا او اخلاقي فساد په تړاو په خوست، دوه تنه د دوه موټرونو او پيسو د غلا په تړاو په پکتيکا او څلور غله په غزني، بدخشان، بغلان او هرات ولايتونو کې نيول شوي دي.

اړوند موضوعات

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۱۷ تنه د غلا، قمار، وژنو او نورو جرمونو په تړاو د پلازمینې په شمول ۶ ولایتونو کې نیولي.

 

 

همدا راز ۹ تنه حرفه یي وسله وال غله په بغلان کې، ۳ تنه د مجاهدینو د کالیو او نامه څخه په ګټې اخیستې په خوست کې، یو قاتل په غور، یو تن د غیر قانوني وسلې لیږد په تړاو په هرات کې او څلور نور غله په فراه، زابل، پکتیا او بلخ کې نیول شوي.

Leave a reply