جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۱۷ تنه د غلا، قمار، وژنو او نورو جرمونو په تړاو د پلازمینې په شمول ۶ ولایتونو کې نیولي.
جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۱۷ تنه د غلا، قمار، وژنو او نورو جرمونو په تړاو د پلازمینې په شمول ۶ ولایتونو کې نیولي.
31 اګست پنشنبه 2023
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند امنیتي ځواکونو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ تنه د قتل، قمار او غلا په تړاو په بغلان، کنړ، غرني، کندهار، بلخ او هرات کې نیولي دي.
له دوی، درې تنه په بغلان کې د غلا په تړاو، پنځه تنه د قمار په تړاو په سرپل، کنړ کې دوه تنه د قتل په تړاو، دوه غله په غزني، یو تن په بلخ کې د قتل په تړاو او دوه غله په کندهار او هرات کې نیول شوي دي.
همدا راز د کابل امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د غلو دوه کسېزې وسله والې ډلې له شپږ غلا کړو موټر سایکلونو، مبایلونو او ځینو نورو سامانونو سره د کابل ښار په دیارلسمې ناحیه کې نیولي دي.
اړوند موضوعات
ورته مهال، په دریېمه ناحیه کې، پنځه تنه له یو صراف څخه په زور د ۲۰ زره امریکایي ډالرو غوښتلو په تړاو، دوه وسله وال کسان د مجاهدینو له نوم څخه په استفادې د باج اخیستو په تړاو او یو تن د کورونو څخه د غلا په تړاو نیول شوی دی.