جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هیواد پلازمینه او نورو ولایتونو کې د غلا، وژنو او اسلحو د قاچاق په تړاو یو شمیر کسان نیولي.
جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هیواد پلازمینه او نورو ولایتونو کې د غلا، وژنو او اسلحو د قاچاق په تړاو یو شمیر کسان نیولي.
26 اګست شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په کابل، باميانو، هلمند، تخار، هرات، ننګرهار، بلخ، قندهار او روزګان کې ۲۳ تنه د غلا، وژنو، له کوره د تېښتې او د غير قانوني وسلو د لېږد په تور نيولي.
خبر زیاتوي چې په دوی کې، اته تنه د غلا په تړاو په کابل، بامیان کې درې تنه له کوره د تېښتې په تړاو، درې غله په هلمند، دوه په هرات، ننګرهار کې یو کس د وسلو د قاچاق او یو تن د قتل په تړاو نیولي.
اړوند موضوعات
جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو بلخ او نورو نهو ولایتونو کې ۶۱ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.
او همداراز، درې تنه د غلا په تړاو په بلخ، کندهار او ارزګان ولایتونو کې نیول شوي دي.