جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو بلخ او نورو نهو ولایتونو کې ۶۱ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

0
162

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو بلخ او نورو نهو ولایتونو کې ۶۱ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

25 اګست جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۳۳ کسان په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د غلا، قتل، قمار او اخلاقي فساد په تړاو د هیواد په اتو ولایتونو کې نیولي دي.

 

له دوی، کابل کې د غلو پنځه کسېزه ډله او یو تن د قتل په تړاو، سمنګان کې ۱۲ تنه د قمار په تړاو، ننګرهار کې څلور غله او یو تن د قتل په تړاو، هرات کې دوه تنه غله او درې تنه د اخلاقي فساد په تړاو، تخار کې درې د وسایطو غله، یو غل په کندهار او درې تنه د اخلاقي فساد په تړاو په سرپل کې نیول شوي دي.

اړوند موضوعات

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۸ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو د هیواد په ۹ ولایتونو کې نیولي.

 

همدا راز د بلخ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په یاد ولایت کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د قتل، غلا، اخلاقي فساد او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۲۸ کسان نیولي دي.

Leave a reply