جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۸ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو د هیواد په ۹ ولایتونو کې نیولي.
جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۸ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو د هیواد په ۹ ولایتونو کې نیولي.
23 اګست چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ کسان د غلا، جعل کارۍ، قاچاق او اخلاقي بې لاریو په تړاو په نیمروز، کاپيسا، هلمند، کندهار او تخار او څلورو نورو ولایتونو کې نیولي دي.
له دوی، نیمرزو کې څلور غله او درې تنه د ناچله پيسو د پلور په تړاو، درې تنه په کاپيسا کې د اخلاقي فساد په تړاو، هلمند کې دوه تنه د یو موټر اوسپنې د قاچاق په تړاو، دوه غله په کندهار او یو تن په تخار کې د موټرونو د غلا په تړاو نیول شوی دی.
همدا راز یادو پولیسو ۱۳ کسان د انسان تښتونو، غلا، له نومه د ګټه اخیستو، نشه یي توکو کارولو او وژنو په تړاو په کاپيسا، کندهار، هرات، ننګرهار او لغمان کې نیولي دي.
اړوند موضوعات
جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴ تنه هغه غله نیولي چې د پولیسو د یونیفورم په توسط یې غلاوې کولې.
له دوی، هرات کې دوه تنه د غلا او درې تنه د وژنې په تړاو، کاپیسا کې درې تنه د نشه یي توکو کارولو او یو تن د تري تم کولو په تړاو، دوه غله په ننګرهار، یو تن په کندهار کې د سړي تښتونو په تړاو او یو تن د قتل په تړاو په لغمان کې نیول شوی دی.