جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴ تنه هغه غله نیولي چې د پولیسو د یونیفورم په توسط یې غلاوې کولې.

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴ تنه هغه غله نیولي چې د پولیسو د یونیفورم په توسط یې غلاوې کولې.
19 اګست شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د جنایي څیړنو لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه وسله وال غله نیولي چې د پولیسو د یونیفورم څخه په ګټې اخیستې سره یې وسله والې غلاوې کولي.
د جنایي څیړنو لوی ریاست کشفي مرستیال مولوي عبدالعزیز نصیر وایي چې، یادو کسانو د کابل په بیلابیلو سیمو کې د پولیسو د یونیفورم نه په ګټې اخیستنې سره وسله والې غلاوې کولې چې د یاد ریاست منسوبینو له لوري د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ ونیول شول.
اړوند موضوعات
بل لورته نیول شویو غلو په خپلو غیرقانوني کارونو اعتراف کړی او له خپلو کړنو پښیمانه دي. د نیول شویو کسانو څخه ۴ میله تفنګچې، دوه عرادې موټر او یوه کړی لاسي بم لاسته راغلی.






