جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د پلازمینې په شمول ځینو ولایتونو کې ۶۶ کسان د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

0
93

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د پلازمینې په شمول ځینو ولایتونو کې ۶۶ کسان د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

10 اګست پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په اوو ولایتونو کې له ورستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۳۶ کسان نیولي دي.

 

له دوی؛ خوست کې اوه تنه غله او درې تنه د ځورواکۍ په تړاو، ننګرهار کې نهه تنه د غلا په تړاو، اته تورن کسان په کنړ، د موټرو اته کسېزه ډله غله په بامیان، یو غل په کندهار، یو تن د وسلو ناقانونه ګرځولو په تړاو په سرپل او یو کس د قتل په تړاو په ارزکان ولایت کې نیول شوی دی.

اړوند موضوعات

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۶۷ تنه پلازمینه کابل او ۹ نورو ولایتونو کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

 

همدا راز د جنایی جرمونو سره د مبارزې پولیسو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ کسان د اسنادو جعلي کولو، ناقانونه وسلو ګرځولو، ناقانونه کان کېندلو او نورو جرمونو په تړاو نیولي دي.

Leave a reply