جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۶۷ تنه پلازمینه کابل او ۹ نورو ولایتونو کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۶۷ تنه پلازمینه کابل او ۹ نورو ولایتونو کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.
15 اګست سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند ۶۷ تنه د جنایي جرمونو په تړاو د هیواد پلازمېنې او نهو نورو ولایتونو کې نیول شوي دي.
له دوی؛ امنیتي ځواکونو په کندهار کې ۱۳ کسان د جنایي جرمونو په تړاو، نهه تنه په نیمروز، اووه تنه په هرات، پينځه تنه په بامیان ولایت کې له کورونو د غلا په تړاو، لغمان کې دوه انسان تښتوونکي او یو تن د قتل په تړاو، درې موټر تښتوونکي په کابل، ننګرهار کې دوه تنه د قتل او یو تن د څارویو د قاچاق په تړاو، دوه غله په لوګر او یو تن په غزني کې د غلا په تړاو نیول شوی دی.
اړوند موضوعات
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د جینايي جرمونو کچه صفر ته راټیټه شوې ده
د بلخ ولایت له بیلابیلو سیمو څخه ۲۰ تنه د یوې اونی په لړ کې د غلا، عامه امن ګډوډولو، وژنې، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تړاو نیول شوي.






