د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د جینايي جرمونو کچه صفر ته راټیټه شوې ده  

0
78

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د جینايي جرمونو کچه صفر ته راټیټه شوې ده  

عزام خلکو ته ډاډ ورکړ، چې غله او د عامه نظم ګډوډوونکي د دوی د سرتېرو تر تعقیب لاندې دي او هغه کسان چې د طالبانو له نوم څخه ناوړه استفاده کوي، څارل کېږي او چا ته به د عامه نظم د ګډوډولو اجازه ورنه کړي.

 

(2022 / 1  / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دوی د ځواکونو په هڅه غلا، اختطاف او جنايي جرمونه صفر ته راټيټ شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عقیل جان عزام ویلي، چې په افغانستان کې د جرایمو کچه صفر ته را ښکته شوې ده.

نوموړي هغه جرایم چې په هېواد کې پېښېږي، عادي وبلل او ټینګار يې وکړ چې ورته جرمونه په پرمختللو هېوادونو کې هم کېږي.

عزام خلکو ته ډاډ ورکړ، چې غله او د عامه نظم ګډوډوونکي د دوی د سرتېرو تر تعقیب لاندې دي او هغه کسان چې د طالبانو له نوم څخه ناوړه استفاده کوي، څارل کېږي او چا ته به د عامه نظم د ګډوډولو اجازه ورنه کړي.

کورنیو چارو وزارت داسې مهال د جرمونو د ختمېدو خبره کوي، چې خلک لا هم په ښارونو کې د امنیتي وضعیت په هکله اندېښمن دي.

Leave a reply