اسلامي امارت ننګرهار ولایت کې د خوږاخېلو قوم ترمنځ خپلمنځي شخړه حل او فصل کړې ده.

0
150

اسلامي امارت ننګرهار ولایت کې د خوږاخېلو قوم ترمنځ خپلمنځي شخړه حل او فصل کړې ده.

18 اکتوبر چهارشنبه 2023

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د ګوشتې قومي مشر فريدون خان مومند، د استخباراتو مرستيال قاري ياسر او نورو مسئولينو په حضور کې د خوږا خېلو دوو کليو توتکې او شیدکي خلکو او د دوی ترمنځ د سوله کوونکي شهيد مولوي محمد اجمل کورنۍ ترمنځ شخړه او دښمني ختمه او روغه جوړه وشوه.

 

يادې غونډې ته په وينا کې قومي مشر فريدون خان مومند وويل، چې څلور کاله وړاندې د خوږا خېلو قوم توتکي او شیدکي خلکو ترمنځ د يوې دښتې پر سر شخړه رامنځته شوې وه، چې مولوي محمد اجمل د دوی ترمنځ د سولې کولو پر مهال سهواً په ډزو شهيد شو.

 

نوموړي وويل، چې د ده په هڅو، د ا.ا مسئولینو، علماء کرامو او قومي مشرانو په همکارۍ يې يادې شخړې او دښمنۍ ته د پای ټکی کېښوده، د ياد قوم دوو کليو په شخړه کې ښکېلو کسانو او د شهید کورنيو يو بل ته بخښنه وکړه، چې په راتلونکې کې به په سوله او ورورولۍ کې ژوند کوي.

 

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري له فريدون خان مومند او ټولو هغو کسانو مننه وکړه، چې د خوږاخېلو قوم او د سوله کوونکي شخص شهيد مولوي محمد اجمل کورنیو ترمنځ يې سوله وکړه.

 

نوموړي وويل، چې د ا.ا په راتګ سره په ټول هېواد کې د سلګونه کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړې او دښمنۍ ختمې شوي دي او مسئولين هڅه کوي چې د پاتې کورنيو ترمنځ هم سوله وکړي.

اړوند موضوعات

شیخ قاسم خالد: تخار خواجه بهاءالدین کې قومي شخړه بشپړه حل او هر چاته به خپل حق وسپارل شي.

 

د ولايت مرستيال ولسوالانو ته په خطاب کې وويل، چې د شخړو مخنيوي او عدالت په موخه چې هره قضيه ولسونو له لوري ور سره شريکه کيږي بايد د جانبينو خبرې واورې او وروسته د اصولو له مخې اجرات وکړي.

Leave a reply