د افغان دولت د اقتصادي کمیسیون غونډه کې پر بیلابیلو موضوعاتو هر اړخیز بحث او فیصلې ترسره شوي.

د افغان دولت د اقتصادي کمیسیون غونډه کې پر بیلابیلو موضوعاتو هر اړخیز بحث او فیصلې ترسره شوي.
18 اکتوبر چهارشنبه 2023
له ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۵مه د سهشنبې په ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د وړاندیز شوو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د پانګونې بینالوزارتي کمېټې کړنلاره تایید شوه.
خبر زیاتوي چې د بینالوزارتي کمېټې د رامنځته کېدو موخه د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب د بهیر چټکتیا، د پانګونې د طرحو په طیمراحلو کې د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ همغږي، د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال او د چارو د ښه مدیریت زمینې برابرول او په افغانستان کې د پانګونې پروژو په اړه پانګوالو ته د لازمو معلوماتو چمتو کول دي.
په ناسته کې تر هراړخیز بحث وروسته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د عامه- خصوصي سکټور له لوري د جهان پارک د جوړولو طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه څو له قراردادي شرکت سره یوځل بیا د قرارداد د وخت او ځینو نورو اړینو مسایلو په اړه تخنیکي ناسته وکړي.
د دغه طرحې له مخې خصوصي سکټور په ۱۵۰ جریبه ځمکه کې د ۹۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پانګونه کوي، چې د عوایدو ۳۵ سلنه به کابل ښاروالۍ ته ورکوي. د دغه طرحې له مخې به یاد پارک د ۳ کلونو په موده کې بشپړ او د ښاري اصولو سره سم به ټول اړین سهولتونه ولري.
همدارنګه په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه چې په کور دننه د مالګې د تولید، پروسس او د خپلې اړتیا د پوره کېدو په موخه دې د کانونو او پټرولیم وزارت د مالګې د تولید او پروسس د کورنیو فابریکو لپاره په خامو موادو رویالیټي راکمه کړي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې د اړوندو ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ځمکې ورکړي او په معیار د برابرو کورنیو تولیدي فابریکو په ګډون دې د ټولو فابریکو هراړخیز ملاتړ وشي او هغه فابریکې چې په معیار برابرې نه دي، مکلفې دې کړل شي چې په لنډ وخت کې ځانونه په معیار برابرې کړي څو هېواد د مالګې په برخه کې له کورنیو سرچینو خودکفایۍ ته ورسېږي. همدارنګه د خوړو او درملو ملي اداره مسئولیت لري چې بازار ته د بې کیفیته مالګې د وړاندې کېدلو مخنیوی په کلکه وکړي.
اړوند موضوعات
اقتصادي کمیسیون غونډه کې ارزګان ولایت ته د بریښنا رسولو او کانونو د ساتنې په اړه بحث ترسره شوی.
همدا راز د ناستې په پای کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو د اوبو بندونو او سیندونو د بستر د حریم اړوندو ملکیتونو د تثبیت او خونديتوب لپاره یوه جامع طرحه جوړه او د اقتصادي کمېسیون راتلونکي مجلس ته یې وړاندې کړي.




