اقتصادي کمیسیون غونډه کې ارزګان ولایت ته د بریښنا رسولو او کانونو د ساتنې په اړه بحث ترسره شوی.
اقتصادي کمیسیون غونډه کې ارزګان ولایت ته د بریښنا رسولو او کانونو د ساتنې په اړه بحث ترسره شوی.
28 سپتمبر پنجشنبه 2023
له ارګ څخه په یوې تازه خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې تیره ورځ د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کانونو د ساتنې په موخه جوړه شوې کړنلاره تایید شوه او کانونو وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو د عامه ساتنې ملي تصدۍ سره د اختلافي ټکو د حل په موخه ناسته وکړي.
خبر زیاتوي چې د عامه ساتنې ملي تصدي به په ټول هېواد کې د کانونو د ساتنې په موخه ځانګړې شوې قطعه لا پیاوړې او منظمه کړي، چې له مخې به یې د غیر قانوني او خپلسرو کیندنو مخنیوی وشي.
اړوند موضوعات
د اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون غونډه کې پر هر ځینو موضوعاتو هر اړخیز بحث ترسره شوی.
همدا راز د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې پرېکړه وشوه چې ارزګان ولایت ته د برېښنا رسولو په موخه دې د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت له لوري ترتیب شوی راپور، د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام دفتر ته واستول شي او د هدایت مطابق دې بیا اقدام وشي.