د اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون غونډه کې پر هر ځینو موضوعاتو هر اړخیز بحث ترسره شوی.

0
75

د اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون غونډه کې پر هر ځینو موضوعاتو هر اړخیز بحث ترسره شوی.

21 اګست دوشنبه 2023

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۹مه د یکشنبې په ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکلو موضوعاتو بحث وشو.

 

په یاده نوبتي ناسته کې د افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژۍ پر جوړولو تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ او اقتصاد وزارت په سکرتریت دې د اقتصادي کمېسیون له غړیو وزارتونو او ادارو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه او د ټولو امارتي ادارو کړنلارو او پلانونو ته په کتو دې د یادې ستراتیژۍ مسوده نهایي او د منظورۍ لپاره دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

 

د اقتصادي کمېسیون په یاده ناسته کې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت استازي په ګډون د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ؛ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د کجکي بند اړوند د استملاک شویو ځمکو د چارو عملي کېدو، د پاتې ځمکو استملاک او د بند په کاسه کې د رسوباتو د پاکولو د امکاناتو ارزونې په موخه دې سیمې ته سفر وکړي او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

 

 

همدارنګه په یاده ناسته کې د افغانستان بانک په مشرۍ د مالیې او کانونو او پټرولیم وزارتونو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د زرګرانو اتحادیې له استازو سره په ګډه له هېواد څخه د سرو زرو قاچاق د مخنیوي په موخه هر اړخیزه څېړنه ترسره او خپلې موندنې له اقتصادي کمېسیون سره شریکې کړي.

اړوند موضوعات

د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون غونډه کې پر ځینو مهمو مسائلو هر اړخیز بحث ترسره شوی.

 

 

د غونډې په پای کې د بې کیفیته او غیر قانوني درملو د ورود او قاچاق د مخنیوي کړنلاره منظوره شوه. د دغې کړنلارې د پلي کولو لپاره د خوړو او درملو ملي ادارې په مشرۍ د مالیې، کورنیو چارو، ملي دفاع، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست د مرستیالانو په کچه یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې دغه کړنلاره له منظورۍ وروسته پلې کړي.

Leave a reply