د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون غونډه کې پر ځینو مهمو مسائلو هر اړخیز بحث ترسره شوی.

0
118

د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون غونډه کې پر ځینو مهمو مسائلو هر اړخیز بحث ترسره شوی.

7 اګست دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون غونډه جوړه شوه.

د اقتصادي کمېسیون په یاده ناسته کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو او کابل ښاروالۍ څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له شرعي اصولو سره سم د چرګانو د ذبحې لپاره لارښود جوړ کړي او بیا یې د استفتاء لپاره مرکزي دارالافتاء ته وړاندې کړي.

 

د علومو اکاډمۍ ته لارښوونه وشوه چې تر منظورۍ وروسته یاد لارښود په ټولو ولایتونو کې د چرګانو د ذبحې شرکتونو ته ابلاغ کړي او د مستهلکینو د حمایت کمېټه دې د یاد لارښود د تطبیق بهیر دوامدار وڅاري.

 

همدارنګه په یاده نوبتي غونډه کې د ۴۱۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ د مشارکتي قراردادونو دوه پروژې په پرنسیپ کې منظورې شوې.

 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور او کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني او کابل ښاروالۍ استازیو ته دنده وسپارل شوه، څو یاد قراردادونه له شرعي اړخه وڅېړي او خپلې موندنې له اقتصادي کمېسیون سره شریکې کړي.

 

د غونډې په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ؛ صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو له ځنګلونو څخه نورو ولایتونو ته د سون وړ وچو لرګیو د انتقال له پروسې څخه د لیدنې په موخه سیمې ته سفر وکړي.

اړوند موضوعات

اقتصادي کمیسیون پخپله تازه ناسته کې د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ جوړیدلو طرحه تصویب کړی.

 

نوموړې کمېټه دې د یادو ولایتونو د ولایتي مسوولینو په همغږۍ او د هغوی د نظرونو په پام کې نیولو سره خپل راپور د اقتصادي کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

Leave a reply