اقتصادي کمیسیون پخپله تازه ناسته کې د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ جوړیدلو طرحه تصویب کړی.

اقتصادي کمیسیون پخپله تازه ناسته کې د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ جوړیدلو طرحه تصویب کړی.
6 اګست یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۴مه نېټه د شنبې ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.
په یاده نوبتي ناسته کې تر هر اړخیز بحث وروسته د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ د جوړېدو طرحه د اقتصادي کمېسیون د غړو وزارتونو د نظرونو په پام کې نیولو سره تایید شوه.
خبر زیاتوي چې د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ به د اړتیا پر وخت د مهمو اقتصادي موضوعاتو په اړه حکومت ته اړینې مشورې ورکوي.
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې په دغه بورډ کې به د افغانستان د پوهنتونونو استادان، د اقتصادي مسایلو متخصصین او همداراز د سوداګرو او صنعتکارانو استازي غړيتوب ولري.






