د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پکتیکا ولایت د نکې ولسوالۍ له ولسونو او قومي مخورو سره لیدلي.

0
93

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پکتیکا ولایت د نکې ولسوالۍ له ولسونو او قومي مخورو سره لیدلي.

18 اکتوبر چهارشنبه 2023

 

د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني پکتيکا ولايت ته د سفر په لړ کې د دې ولايت نکې ولسوالۍ له ولسونو سره و ليدل.

 

يادي ولسوالۍ ته په سفر کې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره قومي مشر حاجي ابراهیم حقاني، د کورنیو چارو وزارت د ملي تصدۍ معین، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز مرستیال او د پکتیکا ولایت والي ملتيا او هلته یې د سیمې له ګڼ شمېر ديني عالمانو، قومي مخورو، سيمه ييزو مسوولينو او اوسيدونکو سره وکتل.

 

د ضیاءالمدارس مهتمم خلیفه عبدالحی وویل: د شکر ځای دی چې افغانانو د يرغلګرو پر وړاندې د تورې او ننګ لاره غوره کړه، جهاد د عزت لاره ده او د دین او دنیا ګټې پکې نغښتې دي.

 

شیخ عبدالحي وويل: جهادي اتلانو ته اوسمهال خپل ولس سره پر عدل او انصاف سربېره د نېک چلند مسووليت ور له غاړې دی. د اسلامي نظام ټینګښت لپاره اسلامي عاداتو او قوانینو باندې عمل کوول د کامیابۍ لاره ده.

 

 

قومي مشر حاجي ابراهیم ځدراڼ وویل: د روسي يرغلګرو پر وړاندې د جهاد پيلامه له نکې ولسوالۍ څخه وه چې له امله يې د خدای تعالی په نصرت د ولس په سترګو کې د ازادۍ لمر ځلیږي.

 

نوموړي جهادي بهير کې د دې سيمې د ولسونو قربانۍ و ستايلې او په خبره يې د جهادي دورې په اوږدو کې د نکې ولسوالۍ اوسيدونکو نه هیریدونکی جهاد او مبارزه کړې ده.

 

خلیفه سراج الدین حقاني غونډې ته په وینا کې وویل: نکه ولسوالۍ له جهادي او فکري جواهراتو ډکه ده. د دې سيمې اوسيدونکو په دواړو جهادي دورو کې سپېڅلې او نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه.

 

د نوموړي په وينا د يرغلګرو پر وړاندې د خپلواکۍ ترلاسه کولو په موخه بريالۍ مبارزه د نکې له غرونو او سر درو څخه پيل شوه.

 

سرپرست وزير زياته کړه: نېک چلند، بخښنه او ورورولي په اسلامي او افغاني ارزښتونو کې ځانګړی ځای لري، د قومونو ترمنځ یووالی د راتلونکو نسلونو پرمختګ او پياوړتيا ته لار هواروي.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر کابل کې میشت د ترکیې له سفیر سره د مخه ښې لیدنه ترسره کړی.

 

افغان ملت متحد او منظم دی، موږ د یووالي او منظم صف پرمټ بریا ته و رسېدو، د قومونو او ولسونو ترمنځ اتحاد، ورورولۍ او یووالي فضا باید حاکمه و اوسي، د ثبات د ټينګښت په موخه سالم چاپېریال باید زيانمن نشي

Leave a reply