د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر کابل کې میشت د ترکیې له سفیر سره د مخه ښې لیدنه ترسره کړی.

0
71

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر کابل کې میشت د ترکیې له سفیر سره د مخه ښې لیدنه ترسره کړی.

13 سپتمبر چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني تیره ورځ د ترکیې هیواد له سفیر جهاد ارگینای سره وکتل.

د ترکیې سفیر د افغانستان اوسنی وضعیت د ډاډ وړ وباله او د اسلامي امارت څخه یې د ترکیې هیواد سفارت او قنسولګریو د ښه امنیت د تامین له امله ځانګړې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې خپلو همکاریو ته په دوام ورکوي.

 

سفیر وویل: نږدې راتلوونکې کې استانبول کې افغانستان سره د مرستندویه هیوادونو غونډه جوړیږي؛ موږ هڅه کوو ګډون کوونکي هیوادونه راضي کړو چې بشري مرستې په پراختیایې مرستو بدلې شي

 

همدارنګه سفیر زیات کړه:.موږ د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل زیاتېدو په موخه هم هلې ځلې کوو.

 

خلیفه سراج الدین حقاني په افغانستان کې د جهاد ارګینای ماموریت وستایهٔ، له نوموړي څخه بې له دې امله مننه وکړه چې زمونږ د هېواد ځانګړې تاریخي وخت کې یې دنده ترسره کړه او د دوه و هېوادونو تر منځ یې د اړیکو په ساتلو او پاللو کې غوره ماموریت ترسره کړ.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر میدان‌وردګ ولایت کې له قومي مخورو، علماؤ او مسؤلینو سره کتلي.

 

 

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د دواړو مسلمانو ورونو هېوادونو اړیکې لا نږدې او پراخې شي.

Leave a reply