د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر میدانوردګ ولایت کې له قومي مخورو، علماؤ او مسؤلینو سره کتلي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر میدانوردګ ولایت کې له قومي مخورو، علماؤ او مسؤلینو سره کتلي.
09 سپتمبر شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني میدان وردګ ولایت ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د یاد ولایت والي قاري بختیار معاذ د خلکو په استازیتوب له سرپرست وزیر څخه مننه وکړه او د هغه راتګ یې د ولس لپاره ویاړ وباله.
همدا راز شیخ صبغت الله د دغه ولایت د خلکو ستونزې یادې کړې او د لوړ پوړو چارواکو د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
د کوچیانو کمېسون مشر شيخ بلخابي وويل، د ميدانوردګ د خلکو او کوچیانو تر منځ د شرعي او اسلامي عدالت له لارې ټولې شخړې هوارې او حل و فصل شوې دي.
ورپسې خلیفه سراج الدین حقاني غونډې ته په خپله وینا کې وویل: زما د مصروفیتونو له امله دلته راتګ ځنډېدلی و. د الله مرسته د وسیلو پر ځای د زړه په اخلاص ولاړه ده. تاسې همېش په اخلاص او لوړ اعتماد جهادي کارنامې سر ته رسولې دي. په تاریخي لحاظ د میدانوردګ خلکو تل په ډېرو سختیو کې د اسلام او هېواد دفاع په ایمانداري کړې ده.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، د ازادۍ په اخیستو کې ستاسې ونډه او اتلولي بېساري، بې تبعیضه او پر اسلامي او ملي مینه او جذبه ولاړه ده.
اړوند موضوعات
ښاغلي حقاني وویل، د نړیوالو قوانینو مطابق په اسلامي او ملي اصولو له نړۍ سره د تعامل لپاره زموږ دروازې خلاصې دي، خو د هېواد ابادي زموږ خپل مسوولیت دی چې له انتظار پرته به یې افغانان په ګډه تر سره کوو.





