د کورنیو چارو سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني ارزګان ولایت کې د سوداګرو، ډاکټرانو او د پوهنتون استادانو سره کتلي.

د کورنیو چارو سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني ارزګان ولایت کې د سوداګرو، ډاکټرانو او د پوهنتون استادانو سره کتلي.
22 اګست سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په ارزګان ولایت کې د خپلو لیدنو په لړ کې دا ځل د یاد ولایت له سوداګرو، طبي ډاکټرانو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې سرپرست وزیر له دوی څخه وغوښتل چې په بشپړ ډاډ سره دې خپلو چارو ته دوام ورکړي ځکه ددوی چارې د ولس پر هوساینې او د هيواد پر معنوي او مادي پرمختګ فوق العاده اغیز لري.
نوموړي دوی ته د یو امن او ډاډمن چاپيریال او مناسبو شرایطو د رامنځته کولو ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې نظام به په بشپړ توان ددوی لپاره د لا اسانتیاو په رامنځته کول کې لازم اقدامات وکړي.
اړوند موضوعات
په دې ليدنه کې ټولو اړخونو پر ستونزو او حل لارو تفصیلي بحثونه وکړل.






