د کورنیو چارو سرپرست وزیر لغمان ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت علماؤ، قومي مخورو او مشرانو سره لیدلي.

0
71

د کورنیو چارو سرپرست وزیر لغمان ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت علماؤ، قومي مخورو او مشرانو سره لیدلي.

7 اګست دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني لغمان ولایت ته د سفر په ترڅ کې له چارواکو، علماوو او قومي مخورو سره وکتل.

د دې ولایت د جهادي مدرسې رئیس شیخ محمد سلیم حقاني په خپلو خبرو کې وویل: دا نظام د الله تعالی په نصرت، د مجاهدینو په قربانیو او د ملت په ملاتړ رامنځته شوی. دا قربانۍ باید هېرې نه شي، د شهیدانو ستر ارمانونه پالل غواړي، په قدرت کې باید عجب او د بیت المال په لګولو کې بې احتیاطي ونه شي

 

قومي مشرانو د لغمان ولایت په ګډون ټول هېواد کې د سرتاسري امن ستاینه وکړه. مخورو وویل: د اوسني وضعیت څخه په استفادې باید د وطن د بیارغونې او هغه ژور وحدت د اعادې هڅې وشي چې په افغان ملت کې تر دې څو لسیزو ناورینه دمخه حاکم و.

 

ورپسې د یاد ولایت والي زین العابدین د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته د هرکلي ویلو تر څنګ مننه وکړه چې هغه ولایت ته یې سفر وکړ، د خلکو ستونزې او اصلاحي وړاندیزونه یې واورېدل؛ والي زیاته کړه: په تېرو دوو کلونو کې لغمان کې کومه بده پیښه نلرو، زمونږ مجاهدین چې د آزادۍ د جنګ اتلان وو، له نېکه مرغه اوسمهال د وطن د امنیت اتلان دي. د دغه نظام د پایښت په موخه موږ په هر ډول حالاتو کې، هر وخت او هر ځای خدمت ته چمتو یوو.

 

یاده غونډه کې سرپرست وزیر وویل: د مشرتابه په ځانګړې لارښوونه او مشورې سره مجاهدینو ته د اصلاحي سیمینارونو جوړولو په موخه یوه کمیټه رامنځته شوې چې له مخې به یې کشرانو مجاهدینو ته لازمې اصلاحي لارښوونې کېږي.

 

ښاغلي حقاتي زیاته کړه: دا وطن او وګړي یې زمونږ دي، مونږ د دوی یو؛ هغه چا چې په تېر شل کلن جهادي پېر کې هم راسره ګډ مزل نه دی کړی، زمونږ دي او نباید له پامه وغورځول شي.

 

سرپرست وزیر زیاته کړه: زموږ د قربانیو ثمره اسلامي او افغاني نظام دی. خپلو کشرانو مجاهدينو ته نصيحت کوو چې د سختۍ پر ځای له نرمۍ څخه کار واخلي، له اشخاصو سره ښه چلند وکړي، له خپلسرو کړنو ډډه وکړي او په نظام کې له موجوده علماوو سره مشورې وکړي.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ننګرهار ته د سفر پر مهال دیاد ولایت قومي مشرانو، علماؤ او پوهنتون استادانو سره کتلي.

 

زموږ اوسنی جهاد د شریعت تطبیق، د نظام ثبات او د خلکو د خدمت دی، په دې ستر جهاد او امتحان کې خپل لوی رب ج څخه مرسته غواړو.

Leave a reply