د کورنیو چارو سرپرست وزیر ننګرهار ته د سفر پر مهال دیاد ولایت قومي مشرانو، علماؤ او پوهنتون استادانو سره کتلي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ننګرهار ته د سفر پر مهال دیاد ولایت قومي مشرانو، علماؤ او پوهنتون استادانو سره کتلي.
6 اګست یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ننګرهار ولايت مقام کي د یاد ولایت پوهنتون استادانو علماوو، قومي مشرانو او قومي مخورو سره وکتل.
دې لیدنه کې د علماوو په استازیتوب مولوي الله محمد وویل: مونږ به د کامیابۍ دعاوې درته کوو، خو تاسو مسؤلین ولس ته د خدمت کولو په امتحان کې یاست، حاکمانو ته مو مشورې دي چې ولس او دین ته د خدمت په موخه دروازې پرانیزئ.
د پوهانو او استادانو له لوري ښاغلی بهسودوال وغږېدهٔ: شپیته کاله پخوا دلته پوهنتون جوړ شوی، د ننګرهار اکثره وګړي محصلین دي او علمي کچه یې لوړه ده نو باید د امارت رهبري ننګرهار ته د علمي سکټور په برخه کې ځانګړې پاملـرنه وکړي.
قومي مشر فریدون مومند وویل: ملت باید په حکومت کې ځان وویني، مونږ په غرونو کې اطاعت کړی، دلته په هواره کې خو اطاعت لا اسانه دی. ملت خپل مسؤلیت ترسره کړی او اوس یې وخت دی چې حکومت هم خپل مسؤلیت ادا کړي.
قومي مخور او دیني عالم مولوي نورالله ناصر ټینګار وکړ چې کار دې د کار اهل ته وسپارل شي.
سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني دې ناستې ته خپله وینا کې وویل چې ننګرهار د علم او کلتور کور دی، د علم او فن یو آدرس دی؛ ستونزې او نیمګړتیاوې شته، خو په صبر او حوصله به یې د لمنځه تلو په موخه ګډ کار کوو. ستاسو په نېکو مشورو خوشحاله شوم، تاسو د زړه له اخلاصه وغږیدئ.
مونږ دلته خپلو مسوولینو ته ولس سره د ښه چلند خبرې وکړې او سپارښتنې مو ورته وکړې. کومې ستونزې او غوښنتې چې زمونږ اړوند دي، ان شاءالله ژر به یې حل کړو او کومې خبرې یا پیغامونه چې مو شیخ صاحب حفظه الله ته لرل، زه به یې ور و رسووم.
اړوند موضوعات
د کورنیو چارو سرپرست وزیر هرات ولایت کې د قومي مشرانو، علماؤ او سوداګرو سره کتلي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه چې د ننګرهار ولسونو تل د یرغل او شریرو کړیو پروړاندې د مجاهدینو ننګه او ملاتړ کړی دی، خدای ج دې یې اجر درکړي او مونږ سره هم دا محاسبه شته ده.






