طالبان: د «المعمدني» روغتون بمباري د بشریت ضد جنایت دی

0
107

طالبان: د «المعمدني» روغتون بمباري د بشریت ضد جنایت دی

افغان حکومت په غزه کې پر المعمدني روغتون بمباري غندلې او هغه یې د بشریت ضد جنایت بللی دی.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي: د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو خلکو او دولتونو، هغه سازمانونو چې د بشري حقونو د دفاع ادعا کوي، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاريو له سازمان څخه غواړي چې ژر تر ژره د اسرائيلو د وحشت د تکرار مخه ونيسي.

 

(2023 / 10  / 18   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت په غزه کې پر المعمدني روغتون بمباري غندلې او هغه یې د بشریت ضد جنایت بللی دی.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي: د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو خلکو او دولتونو، هغه سازمانونو چې د بشري حقونو د دفاع ادعا کوي، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاريو له سازمان څخه غواړي چې ژر تر ژره د اسرائيلو د وحشت د تکرار مخه ونيسي.

که د امکان تر حده د دې وحشت او بربریت مخه ونه نیول شي، نو شونې ده چې په سیمه کې وضعیت لاپسې خراب شي او د هغو غبرګونونو لپاره به لاره پرانیزي چې له کنټروله بهر وي او ټولې سیمې ته زیان ورسوي.

د اسرائیلو له ترهه ګرۍ څخه د ځینو هیوادونو ښکاره ملاتړ او د نورو چوپتیا د صهیونیسټ رژیم د ظلمونو او دهشت د دوام زمینه برابره کړې ده.

اړوند موضوعات:

، د اسرائیلو یوه جګپوړي چارواکي اوس په یوه استخباراتي ارزونه کې په تېروتنې اعتراف کړی

موږ د فلسطین او هغه هیوادونو او سازمانونو سره موافق یو چې په عاجله توګه د روان نسل وژنې مخه نیسي او مجرمین عدالت ته راکاږي.

Leave a reply