، د اسرائیلو یوه جګپوړي چارواکي اوس په یوه استخباراتي ارزونه کې په تېروتنې اعتراف کړی

0
131

باغی ټی وی رپورټ
، د اسرائیلو یوه جګپوړي چارواکي اوس په یوه استخباراتي ارزونه کې په تېروتنې اعتراف کړی.

یوه اونۍ وروسته له هغې چې حماس پر اسرائیلو بریدونه پیل کړل، د اسرائیلو یوه جګپوړي چارواکي اوس په یوه استخباراتي ارزونه کې په تېروتنې اعتراف کړی چې صهیونیسټ دولت یې ټکان کړی دی.

د اکتوبر د اوومې نېټې په سهار، د فلسطیني مقاومت سازمان حماس د غزې په پوله کې خنډونه مات کړل او د اسرائیلو په جنوبي سیمو او پوځي اډو باندې یې بریدونه پیل کړل.

د عربي رسنیو د راپور له مخې، د زچي هنیګبي په نوم د ملي امنیت له سلاکار څخه د یوه خبري کنفرانس پر مهال پوښتنه وشوه چې ایا د اسراییلو استخباراتي ادارې د دې برید په اړه معلومات نه لري؟
په ځواب کې، هغه ومنله چې دا د هغه تېروتنه وه او د ټولو هغو کسانو تېروتنې منعکس کوي چې د استخباراتي راپورونو تحلیل کول وو.

حماس د خپلو تیاریو یوه ویډیو خپره کړه، چې اسرائیلو ته یې د ځمکني اقدام خبرداری ورکړی

زچي زیاته کړه: “موږ باور درلود چې حماس به له تیرو او په ځانګړي ډول د 2021 له جګړې څخه زده کړې وکړي.”

همدارنګه په مطبوعاتي کنفرانس کې، زچي له حماس سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې اترې رد کړې، او ویې ویل چې د هغه دښمن سره د خبرو اترو هیڅ لاره نشته چې موږ یې د له منځه وړلو قسم کړی دی.

Leave a reply