امنیتي پولیسو ۳۸ تنه د بیلابیلو جرمونه په تړاو پلازمینه کابل او ۶ نورو ولایتونو کې نیولي.
امنیتي پولیسو ۳۸ تنه د بیلابیلو جرمونه په تړاو پلازمینه کابل او ۶ نورو ولایتونو کې نیولي.
17 اکتوبر سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند امنیتي پولیسو ۳۸ کسان د غلا، وژنو، انسان تښتونو، اخلاقي بې لاریو او نورو جنایي جرمونو په تړاو د وروستیو ۲۴ ساعتونو په لړ کې په سرپل، ننګرهار، کابل، تخار، بلخ، کاپیسا او هلمند ولایتونو کې نیولي دي.
له دوی، ۱۰ تنه په سرپل کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو، اته تنه په ننګرهار، شپږ غله او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په کابل، تخار کې یو غل او څلور تنه له کوره د تېښتې په تړاو، درې غله په بلخ او یو غل او یو تن د خپل زوی د قتل په تړاو په کاپیسا کې نیول شوی دي.
اړوند موضوعات
امنیتي پولیسو د نشه یي توکو د پلور په تړاو ۳۵ تنه نیولي او د شرابو یوه کارخونه یې له منځه وړې.
په ورته وخت کې، د هلمند پولیسو په موسی کلا ولسوالۍ کې یو ماشوم له انسان تښتونکو ازاد کړی او یو سړي تښتوونکی یې نیولی دی.