امنیتي پولیسو د نشه یي توکو د پلور په تړاو ۳۵ تنه نیولي او د شرابو یوه کارخونه یې له منځه وړې.

0
215

امنیتي پولیسو د نشه یي توکو د پلور په تړاو ۳۵ تنه نیولي او د شرابو یوه کارخونه یې له منځه وړې.

09 اکتوبر دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا جلا عملیاتو کې د شراب جوړلو یوه کارخونه موندلې او په کابل کې یې د یادو توکو خرڅلاو په تړاو ۱۲ تنه نیولي دي.

 

همداراز، د نشه یي توکو په تړاو په کندهار کې ۶ تنه له ۲۸ کیلو شیشې سره، پنځه تنه په فراه، کندز کې ۴ تنه له ۱۹ کیلو چرسو، ۶۰۰ نشه ګولیو او شیشې سره، شپږ تنه په هرات کې له ۲۴۰۰ کیلو ومانو سره او درې تنه نور په کنړ، ارزګان او کاپسا ولایتونو کې د نشه یي توکو قاچاق په تړاو نیول شوي دي.

اړوند موضوعات

امنیتي پولیسو د نشه یي توکو د پلور او استعمال په تړاو ۳۵ تنه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې نیولي.

 

په ورته وخت کې د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام ۴۰ جریبه د بنګو کښت په بدخشان، دوه جریبه په فاریاب او یو جریب په ارزګان ولایت کې اړول شوي دي.

Leave a reply