امنیتي پولیسو د نشه یي توکو د پلور او استعمال په تړاو ۳۵ تنه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې نیولي.

امنیتي پولیسو د نشه یي توکو د پلور او استعمال په تړاو ۳۵ تنه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې نیولي.
05 اکتوبر پنجشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د هرات نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبينو په څو جلا عملياتو کې ۲۲۵ کيلو نشه يي توکي ( شيشه)، يوه اندازه چرس او پوډر ترلاسه او اووه تنه نيولي دي.
ورته مهال، يادو منسوبينو په هرات ولايت کې د نشه يي توکو یوه کارخونه موندلې او سوځولې ده.
همدا نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو په څو جلا عملیاتو کې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو اته تنه په کابل، اووه تنه په پروان، پنځه کسان په هلمند او اته نور د یادو توکو د کارولو او پلور په تړاو په کاپيسا کې نیولي دي. پولیسو له نیول شوو کسانو یوه اندازه نشه یي توکي، الکول او نشه يي ګولۍ هم ترلاسه کړي دي.
اړوند موضوعات
امنیتي پولیسو د هیواد په ځینو ولایتونو کې د نشه یي توکو نیږدې ۳۵۰ جریبه کرکیله له منځه وړې.
په ورته وخت کې یادو پولیسو د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوو جلا عملیاتو کې ۴۲ جریبه بنګ په بدخشان او څلور جریبه په هلمند ولایت کې اړولي دي.






