امنیتي پولیسو د هیواد په ځینو ولایتونو کې د نشه یي توکو نیږدې ۳۵۰ جریبه کرکیله له منځه وړې.

0
118

امنیتي پولیسو د هیواد په ځینو ولایتونو کې د نشه یي توکو نیږدې ۳۵۰ جریبه کرکیله له منځه وړې.

25 سپتمبر دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د نشه یي توکو یوه کارخونه په هرات، یوه په هلمند او یوه په کندهار ولایت کې موندلې او سوځولې ده.

 

همداراز، یادو پولیسو پنځه جریبه د چرسو کروندې په هلمند او څه باندې دوه جریبه په بادغیس او فاریاب کې اړولي دي.

 

ورته مهال، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو پلور په تړاو ۷ تنه له یوه اندازه نشه یي توکو سره په کابل، دوه تنه په پکتیا او یو تن په نیمروز کې له ۱۸ کیلو اپينو سره نیولی دی.

اړوند موضوعات

امنیتي پولیسو غور ولایت کې د نشه یي توکو ۱۶ کارخونې کشف او له منځه او یو شمیر کسان یې نیولي.

 

په ورته وخت کې د پکتیا امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام د یاد ولایت په اریوب ولسوالۍ کې ۳۲۵ جریبه د بنګو کرکیله اړولې ده.

Leave a reply