امنیتي پولیسو غور ولایت کې د نشه یي توکو ۱۶ کارخونې کشف او له منځه او یو شمیر کسان یې نیولي.

امنیتي پولیسو غور ولایت کې د نشه یي توکو ۱۶ کارخونې کشف او له منځه او یو شمیر کسان یې نیولي.
21 سپتمبر پنجشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د غور ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د یوې اونی په لړ کې، د بیلابیلو عملیاتو په پایله کې، د اومانو ۱۶ کارخونې کشف او سوځولي او ۱۲ تنه یې په اړه نیولي.
د ویلو وړ ده چې، د یادو کارخونو څخه ۸۱ زره کیلو ګرامه اومان تر لاسه شوي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو له لوري سوځول شوي.
اړوند موضوعات
امنیتي پولیسو ۲۵ تنه د نشه یي توکو د کښت او پلور په تړاو نیولي او یو ۱۱ جریبه چرس یې اړولي.
همدا راز یو تن د ۱۱ کیلو ګرامو چرسو سره په خوست کې، دوه تنه د ۲ کیلو هیرویینو او ۲۵ ګرامه شیشې سره په بدخشان کې، ۸ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په هرات کې، ۶ تنه د یوې اندازې شیشې، چرسو، تابلیت کا او الکولي څښاک سره په کابل کې او تن یې په بامیانو ولایت کې نیولی.






