امنیتي پولیسو ۲۵ تنه د نشه یي توکو د کښت او پلور په تړاو نیولي او یو ۱۱ جریبه چرس یې اړولي.

0
107

امنیتي پولیسو ۲۵ تنه د نشه یي توکو د کښت او پلور په تړاو نیولي او یو ۱۱ جریبه چرس یې اړولي.

18 سپتمبر دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، په ۱۱ جریبه ځمکه کرل شوي چرس اړولي.

 

دغه راز، ۶ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په بلخ کې، دوه تنه په کنړ او بامیانو کې، یو تن چې ۲۰ کیلو ګرامه شیشه یې په صادراتو توکو کې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای کړي وو د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې او یوه اندازه اومان په ارزګان او دایکنډي ولایتونو کې له منځه وړي

اړوند موضوعات

امنیتي پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې تر ۳۰ جریبه د چرسو کښت له منځه وړی او یو شمیر کسان یې نیولي.

 

همدا راز یو تن د ۱۱ کیلو ګرامو چرسو سره په خوست کې، دوه تنه د ۲ کیلو هیرویینو او ۲۵ ګرامه شیشې سره په بدخشان کې، ۸ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په هرات کې، ۶ تنه د یوې اندازې شیشې، چرسو، تابلیت کا او الکولي څښاک سره په کابل کې او تن یې په بامیانو ولایت کې نیولی.

Leave a reply