امنیتي پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې تر ۳۰ جریبه د چرسو کښت له منځه وړی او یو شمیر کسان یې نیولي.

0
88

امنیتي پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې تر ۳۰ جریبه د چرسو کښت له منځه وړی او یو شمیر کسان یې نیولي.

16 سپتمبر شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبينو په څو جلا عملياتو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې تر ۳۰ جریبه د چرسو کښت له منځه وړی او یو شمیر کسان یې نیولي.

 

پولیسو لس جريبه چرس په زابل، ۱۰ جريبه د پنجشېر په خنج ولسوالۍ، نيم جريب په سمنګان او نيم جريب په فراه ولايت کې اړولي دي.

 

همداراز، يادو منسوبينو د نشه يي توکو پلور په تړاو شپږ تنه په هرات، ۵ تنه د نشه يي توکو کارونکي په سمنګان، او په بلخ کې له تېرې يوې اونۍ راهيسې ۷ تنه د نشه يي توکو پلور په تړاو نيول شوي دي.

اړوند موضوعات

امنیتي پولیسو ۱۴ تنه د پلازمینې په شمول درې نورو ولایتونو کې د نشه یي توکو سره نیولي دي.

 

 

ورته مهال، پوليسو د سمنګان مرکز ايبک ښار له څنډو ۸ په نشو روږدي راټول کړي او روغتيايي مرکز ته يې لېږدولي دي.

Leave a reply