امنیتي پولیسو ۱۴ تنه د پلازمینې په شمول درې نورو ولایتونو کې د نشه یي توکو سره نیولي دي.

0
186

امنیتي پولیسو ۱۴ تنه د پلازمینې په شمول درې نورو ولایتونو کې د نشه یي توکو سره نیولي دي.

09 سپتمبر شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لغمان کې څلور تنه د ۳۴ کیلو نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.

 

همداراز، یادو منسوبینو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو شپږ تنه په هرات او درې تنه د نشه یي ګولیو د پلور په تړاو په بدخشان کې نیولي دي.

اړوند موضوعات

امنیتي پولیسو ۲۴ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو د یو شمیر توکو سره نیولي او درې کارخونې یې له منځه وړي.

 

په ورته وخت کې د یاد وزارت اړوند د کابل امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د (K) په نوم (۱۵۰۰۰) نشه یي ګولۍ چې یو کس له جرمني هیواد څخه د پوسټ له لارې راستولې وې دوی ته له راپور وروسته کشف او نیولې دي. پولیسو له یادو نشه یي توکو سره یو تن هم نیولی دی.

Leave a reply