امنیتي پولیسو ۲۴ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو د یو شمیر توکو سره نیولي او درې کارخونې یې له منځه وړي.

0
217

امنیتي پولیسو ۲۴ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو د یو شمیر توکو سره نیولي او درې کارخونې یې له منځه وړي.

04 سپتمبر دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د ومانو یوه کارخونه په هلمند کې له منځه وړې او ۷ تنه یې په غور کې د ومانو په دوه کارخونو کې له نږدې ۲۰ زره کیلو ومانو سره نیولي دي.

 

ورته مهال، سرپل کې درې تنه له ۷ سوه کیلو ومانو سره او درې تنه په هرات کې له ۸۰۰ کیلو ومانو او الکولي څښاک سره نیول شوي دي. همداراز، یادو منسوبینو په هلمند کې د چرسو کروندې اړولي دي.

اړوند موضوعات

امنیتي پولیسو د هیواد په ځینو ولایتونو کې د نشه یي توکو کروندې تخریب او یو شمیر کسان یې نیولي.

 

 

همدا راز د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۷ تنه د یوې اندازې نشه یي توکو سره په کندز کې، ۲ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په نیمروز کې او ۲ تنه د نشه یي توکو پلورنکي په پروان ولایت کې نیولي.

Leave a reply