امنیتي پولیسو د هیواد په ځینو ولایتونو کې د نشه یي توکو کروندې تخریب او یو شمیر کسان یې نیولي.

0
161

امنیتي پولیسو د هیواد په ځینو ولایتونو کې د نشه یي توکو کروندې تخریب او یو شمیر کسان یې نیولي.

1 سپتمبر 2023 جمعه

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې شاوخوا درې جریبه نشه یي کروندې د ننګرهار په اچین، دوه جریبه د بامیان ولایت په سیغان ولسوالۍ او لسګونه جریبه په ارزګان او پروان ولایتونو کې اړولي دي.

 

همدا راز د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، په نیمروز ولایت کې د نشه یي توکو دری کارخونې، دوه تنه له ۲۲ زره کیلو ګرامو اومان سره په غور کې او ۳۵۰۰ کیلو ګرامه اومان یې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالی کې کشف او سوځولي.

اړوند موضوعات

امنیتي پولیسو ۳۳ تنه د پلازمینې په شمول ځینو نورو ولایتونو کې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي.

 

دغه راز، دری تنه په هرات کې، ۲ تنه په ننګرهار او پروان ولایتونو کې او ۱۰ تنه نور د تیرې یوې اونی په لړ کې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په بلخ ولایت کې نیول شوي.

Leave a reply