امنیتي پولیسو ۳۳ تنه د پلازمینې په شمول ځینو نورو ولایتونو کې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي.

امنیتي پولیسو ۳۳ تنه د پلازمینې په شمول ځینو نورو ولایتونو کې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي.
25 اګست جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د یادو توکو د خرڅلاو په تړاو پينځه تنه په کابل، ۵ تنه په هرات، پينځه تنه په تېره یوه اونۍ کې په بلخ، درې تنه په پروان، دوه کسان په نیمروز، او یو تن په بادغیس کې نیولی دی.
ورته مهال، یادو پولیسو په سرپل کې دوه جریبه کوکنار اړولي دي. دغه راز، نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۷۲۰۰ کیلو ومان په هرات او څه اندازه په وردګ، غور او ارزګان ولایتونو کې ترلاسه او سوځولي دي.
همدا راز تیره ورځ هم اووه تنه په کابل، درې تنه په هرات او درې تنه په سپين بولدک کې له درې کیلو چرسو سره نیولي دي.
اړوند موضوعات
امنیتي پولیسو ۱۹ تنه د بیلابیلو جرمونو او ۱۱ تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي.
همداراز، یادو پولیسو د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې دوه جریبه کوکنار اړولي او په بادغیس ولایت کې یې د ومانو یوه کارخونه، چې ډېره اندازه ومان هم پکې وو، سوځولې ده.






