امنیتي پولیسو ۱۹ تنه د بیلابیلو جرمونو او ۱۱ تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي.

0
82

امنیتي پولیسو ۱۹ تنه د بیلابیلو جرمونو او ۱۱ تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي.

21 اګست دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د پولیسو ځواکونو، ۱۹ تنه د غلا، وژنې او اخلاقي فساد په تړاو په هرات، تخار، پروان، کابل، ننګرهار، غور، کاپیسا او خوست ولایتونو کې نیولي.

 

له دې ډلې، ۴ تنه د غلا په تړاو په هرات کې، یو غل له دریو تنو سره د اخلاقي فساد په تړاو په تخار کې، ۳ تنه د وژنې په تړاو په پروان کې، دوه غله په کابل کې، دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په ننګرهار کې، دوه تنه د وژونکي په خوست او کاپیسا ولایتونو کې نیولي.

 

همدا راز د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۷ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په کابل کې، ۳ تنه په هرات کې اویو تن په پروان ولایت کې نیولی.

اړوند موضوعات

امنیتي پولیسو د هیواد په ځینو ولایتونو کې ۶ د نشه یي توکو کارخونې کشف او ۳۳ تنه نیولي.

 

دغه راز، یادو ځواکونو د یامې یوه کارخونه په غور کې کشف کړې، ۸۰۰۰۰ کیلو ګرامه اومان یې په هرات کې او ۶۳۰۰ کیلو ګرامه اومان یې په سمنګانو ولایت کې کشف او له منځه وړي.

Leave a reply